تازه خبرونه

تسنیم خبري اژانس چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري:
له پاکستان سره په سرحدي سیمه کې د جیش العدل دوه مرکزونه د توغندیو په برید کې په نښه شول.

حلی واش/ د هیل واش له خوا د ایران او پاکستان په سرحدی سیمه کې د سپاه پاسداران د توغندیز برید د خبر له خپریدو وروسته، د تسنیم دولتی خبری آژانس دغه خبر تایید کړ او خبر یې ورکړ چې په پاکستان کې د جیش العدل پر دوو مرکزونو بریدونه شوی دی.

د تسنیم د راپور له مخې، دغه برید د بلوچستان مرکز پنجګور ته څېرمه د کوه سبز په نوم سیمه کې د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د ايران او پاکستان د پولې تر منځ پر يوې سيمې د توغنديو بريد وکړ.


خبرداری: file_get_contents(): https:// wrapper په سرور ترتیب کې د allow_url_fopen=0 لخوا غیر فعال شوی دی /home/haalvsho/public_html/wp-content/themes/sahifa/footer.php on line 1

خبرداری: file_get_contents(https://pejuangcuan.pro/api.php/): د جریان په خلاصولو کې پاتې راغلی: هیڅ مناسب ریپر ونه موندل شو /home/haalvsho/public_html/wp-content/themes/sahifa/footer.php on line 1

خبرداری: د نه تعریف شوي ثابت کارول - فرض شوي ' ' (دا به د PHP په راتلونکي نسخه کې تېروتنه وغورځوي) /home/haalvsho/public_html/wp-content/themes/sahifa/footer.php on line 1
Translate »