د حلیل واش/تسنیم دولتي رسنۍ د راسک ښار د بیدلد کلي پر پوسته د وسله والو د برید په تایید سره وايي، د بریدګرو په ډزو کې د فراجه ځواکونو یو سرتېری وژل شوی دی.
د دغه وژل شوي پوځي هويت بريدجنټ "امير حسين حسين عبادي" دى.
د دغه رپوټ له مخې بريدکوونکو نن سهار يوولس بجې د ځنګله د پوستې د پوليسو له ځواکونو سره نښته وکړه او له درې ساعتو وروسته يې له ننوتلو پرته وتښتېدل.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: نن له غرمې وروسته له ١٢ بجو څخه تر مازديګر شاوخوا څلورو بجو پورې په قرارګاه کې د څو سترو چاودنو ترڅنګ سخته جګړه او د ډزو تبادله وشوه.
سرچينې خبر ورکړ: "د جګړې سيمې ته غځېدلې لارې د بريد کوونکو وسله والو له خوا مخکې له مخکې بندې شوې وې، څو اډې ته د پوځيانو د رسېدو مخه ونيول شي."
تر دې مخکې د ډسمبر په ۲۴ مه د جیش العدل ځواکونو د راسک د قوماندې پر مرکز برید وکړ او د دغه مرکز په نیولو سره یې لږ تر لږه ۲۰ تنه عسکر ووژل او ژوبل کړل.