په زاهدان کې يو ځوان د غلو له خوا د سړو وسلو په ډزو ووژل شو.
د هالی ووش خبری آژانس د راپور له مخې: تیره شپه د ۱۴۰۱ کال د جولای د میاشتې په ۳۰ نیټه د زاهدان په ښار کې د غلو له خوا یو وګړی د څو چړو د وهلو له امله ووژل شو.
د دغه بلوڅ وګړی هویت ابراهیم ګرګیج د عبدالله زوی دی چې د زاهدان ښار د شیراباد ولسوالۍ د دای آباد اوسیدونکی دی.
د دغه رپوټ له مخې ابراهیم د زاهدان ولایت د شیراباد ولسوالۍ د دای اباد ولسوالۍ په پارکینګ کښې د غلو له خوا د سړو وسلو په وسیله ووژل شو.
ويل کيږي چې وسله والو غلو له ابراهيم سره د موټرسايکل د غلا په خاطر جګړه وکړه او کله چې د هغه له مقاومت سره مخ شول، نو په چړو يې وواژه.