په روسک ښار کې د ملکي وګړو موټر د پوځي ځواکونو له خوا چپه شوی او چلوونکی یې وژل شوی دی.
د هالی ووش خبري اژانس د راپور له مخې، نن د یکشنبې په ورځ (۱۴۰۱ کال د می ۴) پوځي ځواکونو د روسک په ښار کې د خوراکي تیلو په دریو موټرو ډزې وکړې چې له امله یې یو موټر چپه شو او چلوونکی یې ووژل شو او دوه نور موټرونه یې ونیول. .
د دغه رپوټ له مخې د مرسد جیکیګور د پولیسو ځواکونو په یو ګاډی چې د خوراکی تېلو بار وړونکی موټر د ضبطولو په هدف روان وو، ډزې وکړې چې په نتیجه کښې یې موټر چپه شو او چلوونکی یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دغه موټر چلوونکي "محمد اسلام دهغني" چې د راسک ښار د هاشم اباد کلي اوسېدونکى دى، هويت په ډاګه شوى دى.