د بهرنيانو د سپرلۍ موټر او د وولوو لارۍ د ټکر له امله ۵ تنه مړه او ټپيان شول.
د هالی ووش خبري اژانس د راپور له مخې، نن د شنبې په ورځ (۱۴۰۱) کال د اپریل په ۲۷ مه سهار وختي د زاهدان خاش په محور (۴۵) کیلومترۍ کې د یوه پراډ موټر او د وولوو لارۍ تر منځ د ټکر له امله دوه تنه سپرلۍ ووژل شول. ۳ تنه ټپیان شول.
د دغه راپور له مخې، ټپيان د امبولانس په واسطه روغتون ته لېږدول شوي دي.