حلب واس خبري آژانس – د شریف ټیکنالوژۍ پوهنتون د توقیف شویو محصلینو علي یونسي او امیر حسین مرادي پرضد د تورونو د اوریدلو د محکمې دوهمه غونډه نن د سه شنبې په ورځ د تهران د انقلابي محکمې په ۲۹مه څانګه کې جوړه شوه.
د هالی ووش خبري اژانس د هارنا په حواله وايي، د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د بهمان په پنځمه نېټه د شریف ټیکنالوژۍ پوهنتون د توقیف شویو محصلینو علي یونسي او امیر حسین مرادي پر ضد د تورونو د اوریدلو د محکمې دوهمه غونډه ترسره شوه.
د دغه راپور له مخې، مصطفی نیلي په دې اړه په خپله شخصي پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي: «موکلینو له ځانه د دفاع او د هغوی د توقیف په شرایطو مسلې راپورته کړې. ما او نورو وکیلانو هم خپل دفاع وړاندې کړل او د غونډې بهیر بلې غونډې ته وځنډول شو.»
ویل کیږي، چې د امیرحسین مرادي او علي یونسي پر ضد د تورونو د اوریدلو د محکمې لومړۍ غونډه، د دوی له نیول کیدو ۴۵۰ ورځې وروسته د جولای په ۱۲مه د تهران د انقلابي محکمې په ۲۹ څانګه کې جوړه شوه او مصطفی نیلي دغه محصلین د ملي امنیت پر ضد په کړنو تورن کړل. او د رژيم پر ضد يې پروپاګند وکړ