په هغه سخته جګړه کې چې څو ساعته مخکې د وسله والو کسانو او پوځيانو ترمنځ ونښته د ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ شو.
د اوسنيو راپورونو له مخې په کور کې دننه ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شته چې د پوځي ځواکونو له خوا محاصره دي او د دوی د ژوند د خطر احتمال ډېر دی.
پوځي ځواکونو نن د جنورۍ په يوولسمه نېټه د استوګنې پر يوه کور چاپه اچولې، چې ويل کېږي په دغه کور کې يو شمېر ښځې او ماشومان هم شته. او اوس دوی په غیر ارادي ډول د دې شخړې په مینځ کې نیول شوي.

هال واش هال واش د بشري حقونو سازمان (سیستان او بلوچستان)