د واشنگټن د رپوټ له مخې له جلق نه سراوان ته په لاره د افغان کډوالو د سپرلۍ موټر د ترافيکي پېښې له امله څو تنه ټپيان شول.
د زاهدان د طبي علومو پوهنتون د روغتون د بیړنیو حالاتو د څانګې مشر فریبروز رشیدي په دې اړه وویل: "له بده مرغه د یوه ټویوټا موټر د چپه کېدو له امله چې په غیر قانوني ډول بهرنیان بار وو، ۱۲ تنه ټپیان شوي دي."
د ښاغلي راشدي په خبره، دا پېښه نن سهار شپږ بجې د جلق په محور (۴۵) کیلو مترۍ کې د سراوان پر لویه لاره رامنځته شوې او ټپیان د پنځو امبولانسونو په واسطه د سراوان ښار د رازي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سیستان او بلوچستان ولایت ته هره ورځ د پام وړ شمیر کډوال چې په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان څخه دي په غیر قانوني توګه داخلیږي. دپوليسو دځواکونو دسخت چلند له امله ددغو ناقانونه مهاجرينو له جملې څخه ډيرى يې په ترافيکي پيښو کې لاس لري .